ټولنه

دچلونې دبرېښنايي جواز د وېش بهير پيل شو .

کابل باختر دوږي  ١٠مه :
دچلونې دبرېښنايي  جواز دامتحاني وېش بهير پرون دترانسپورت وزير انجنير يما ياري پيل کړ .
دباختراژانس دخبرله مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت دمخابراتواومعلوماتي ټکنالوژۍ په وزارت کې جوړه شوه ،.دترانسپورت وزير په دې بهير کې  دچلونې دجواز امتحاني وېش يو غوره اقدام وباله او ويې ويل چې دچلونې جواز د وېش دسيستم برېښنايي کول ، دفساد مخه نيسي او د غوښتونکو لپاره زياته روڼتيا او اسانتياوې برابروي .
هغه زياته کړه: دچلونې دبرېښنايي جواز دکارت وېش دترانسپورت  وزارت داصلاحاتو يوه برخه ده  چې په شته ستونزو سره سره يې په دې برخه کې خپله ونډه اداکړې ده او دغه بهير يې په ښه توګه د حکومتي ادارو په همکارى پيل کړى دى او په يوه منظم اومشخص مهالوېش سره به پرمخ لاړ شي .
دمخابراتواومعلوماتو ټکنالوژۍ وزارت سرپرست محمدفهيم هاشمي دچلونې دبرېښنايي جواز  د وېش پيل يو تاريخي اقدام وباله او ويې ويل  چې دغه بهير له برېښنايي تذکرو وروسته دبرېښنايي  حکومتوالۍ په برخه کې دويم پروګرام ګنل کېږي .
دچلونې برېښنايي جواز دآسان خدمت ادارې، دترانسپورت وزارت اودکابل ښاروالۍ  په همکارۍ دنړيوالو  معيارونو (  ISO) په پام کې نيولوسره رامنځته کړى دى .
ديادونې وړده چې دچلونې دبرېښنايي جواز دچاپ مسووليت دکابل مرکزي چاپ خونې پرغاړه  اخستى دى .
  ختم _ عطاالله _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته