نړۍ

د نړۍ په ځينو ورځپاڼو کې دافغانستان دمسئلو انعکاس .

نيويارک باختر د کب  دريمه :
دنيويارک ټايمز امريکايي ورځپاڼې کابل ته دامريکا ددفاع دوزير دسفرپه باره کې يوه مقاله خپره کړې ده چې په هغې کې ويل شوي دي .
اشتون کارتر  په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې جمهور رييس اوباما دې بايد په افغانستان کې دميشتو امريکايي سرتيرو دشمير  دکمښت په باره کې تصميم ونيسي .
کارتر  څلور ورځې  له هغه وروسته چې دامريکا ددفاع وزير شو په يوه مخ کې نا اعلام شوي سفر کې افغانستان ته لاړ .
دنيويارک ټايمز ورحپاڼه  داشتون کارتر له خولې ليکي چې ويلي يي دي داسې خبرونه اوريدل کيږي چې ګڼې طالبان دبيا ځواکمن کيدو په حال کې دي او يوشمير کوچنيو تند لارو ډلو ځان دداعش دجګړه مارانو په نامه بللي دي .
ددغې مقالې په يوه برخه کې ليکل شوي دي چې کارتر دکابل په هوايي ډګر کې دده دسپرلۍ دالوتکې  له راښکته کيدو مخکې ويلي دي افغانستان هغه ځاى دى چې څه دپاسه لس زره تنه امريکايي سرتيري  لاتراوسه پورې هم په دغه ځاى کې ديره دي او په همدې دليل  يې مناسبه بللې ده چې دامريکا ددفاع دوزير په توګه دخپل کار له پيل  کيدو  مخکې  افغانستان  ته سفر وکړي .
  کارتر خپلو ملګروخبريالانو ته ويلي دي غواړي په دې پوه شي چې افغان امنيتي ځواکونه څومره پياوړي دي دجګړې په  ډګر کې څه ډول عمل کوي او هغه ډيره ښه لاره  چې موږ وکولاى شو ملاتړ يې وکړو کومه  ده .
  نيويارک ټايمز داشتون کارتر له خولې دغه راز ليکلي دي چې ويلي يې دي چې هغه ورځ يې چې دامريکا ددفاع دوزير په توګه دلوړې مراسم پرځاى  کړل له جمهور ريس بارک اوباما سره يې دافغانستان په باره کې  خبرې کړې دي .
د ستار انلاين ورځپاڼې دکرکټ په نړيوال جام کې دافغانستان ګډون ته اشاره کړې ده او ليکلي يې دي چې افغانستان دسريلانکا په وړاندې ډګر ته وردانګلي دي .
ددغې مقالې په يوه برخه کې ليکل شوي دي چې سريلانکا په  ١٩٩٦ کال کې دنړۍ اتله شوه او په دوو نورو نړيوالو جامونو کې  دفاينل تر وروستي پړاو پورې  پرمختګ وکړ خو ددغې مقالې دليکوال په باور سږ کال سريلانکا ونه کړاي شول په  زړه پورې لوبه وکړي .
د ستارانلاين ليکلي  دي  دافغانستان دکرکټ ټيم په غير عادي شرايطو  کې تر دغې اندازې پورې پرمختګ وکړ او نړيوال جام ته يې لاره وموندله .
دسريلانکا په وړاندې ددغه ټيم ماتې دکرکټ افغان لوبغاړو ته داور زده کړل چې په نړيوال  جام کې برياليتوب سخت کار دى .
دورځپاڼې  په ليکنه سريلانکا هم نه غواړي  چې فرصت له لاسه ورکړي لکه څنګه چې ددغه ټيم کپيتان  ويلي دي لوبه که چيرې له افغانستان سره وي اويا له استراليا  سره کوم توپير نه لري او ټيم يې هره لوبه جدي بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته