روغتیا

په لسګونو تنه ماشومان د درملنې لپاره آلمان ته واستول شول

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٢٧
د سوځيدنې او د هډوکو ماتوونکو ناروغيو په لسګونو تنه اخته ماشومان نن د درملنې لپاره آلمان ته واستول شول.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې :
په هغې غونډه کې چې له همدې امله د افغاني سره مياشتې د عالي ټولنې په انګړ کې جوړه شوې وه؛ د دغې ټولنې د نړيوالو اړيکو رييسې صارمه افضلي وويل: ٤٥ تنه ماشومان چې د سوځيدنې او د هډوکو ماتوونکو ناروغيو اخته وو؛ د آلمان د سولې د کلي له خوا دغه هيوادته واستول شول.
د دغو ماشومانو د هر يو درملنه له دووڅخه تر دريو زرو يورو پورې لګښت لري چې د آلمان د سولې د کلي له خوا ورکول کيږي.
خبرځاى زياته کړه: د دغو ماشومانو درملنه له شپږو مياشتو څخه تر يو کال پورې وخت نيسي، خو د دغو ماشومانو ٥٥ کسيزې ډلې درملنه چې په دغو ناروغيو اخته وو؛ په آلمان کې بشپړ شوې ده او ټاکل شوې ده د روان کال د وږي د مياشتې په لومړۍ نيټه د يکشنبې په ورځ له دغه هيواد څخه کابل ته را وليږدول شي.
دې وويل چې د ١٣٦٨ کال د تړون له مخې چې د افغاني سرې مياشتې د ټولنې او د آلمان د سولې د کلي ترمنځ شته؛ تر اوسه پورې په دغو ناروغيو د اخته ٧٢ ډلو ماشومانو درملنه په آلمان کې شوې ده.
د تداوي شوې ماشوم جمشيد پلار وويل چې زوى يې شپږ کلن دى او په هيوادکې يې د خپل زوى د درملنې لپاره زياتې هلې ځلې کړې دي؛ خو نتيجه يې ور نه کړه. اوس د افغاني سرې مياشتې د عالي ټولنې او د آلمان د سولې له کلي څخه په آلمان کې د خپل ماشوم د درملنې د شرايطو د برابرولو له امله مننه او قدرداني وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته