کابل باختر دکب نهمه :
په کونړ ولايت کې دپوځي عملياتو په بهير کې ديارلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول
دغه عمليات په تيرو دوو ورځو کې د خاص کونړ ولسوالۍ په ځينو سيمو په هغو ځايونوکې پيل شوي دي چې په دې وروستيو وختو کې دطالبانو او داعشيانو د شتون اوفعاليت دزياتوالي ډګر دى .
دهېواد په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو يو قوماندان باختراژانس ته وويل چې ددغو عملياتو په بهير کې دنويو نښتو له امله ديارلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
ده وويل په ډار اچوونکو کله چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و ، بريدونه وشول .
دغه عمليات دهېواد دهوايي پوځ ملاتړ هم له ځان سره لري . او په هوايي بريدونو کې هم د ډار اچوونکو څو مرکزونه دړې وړې شوي دي .
له بلې خوا هم ويل کيږي چې پوځيان په دغو عملياتو کې د ډار اچوونکو له شتون څخه دخاص کونړ ولسوالۍ دڅو کليو په پاکولو بريالي شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو په کونړ کې ديولړ چاودنو مخه نيولې ده .
درارسيدلو خبرونوله مخې ، امنيتي مامورانو ددغه ختيځ ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې شپږ ماينونه کشف او شنډ کړي دي .
تراوسه پورې ددغو ماينونو دښخولو مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى ،.خو پوځي مقامات وسله وال طالبان ددې کار عامل بولي .
0 1 دقیقه لوستل