نړۍ

روسيه او هند دافغانستان ملاتړ کوي .

٣١-کابل باختر د ليندي  شپږ ويشتمه

  دهند او روسيې  دهيوادونو مشرانو يو ځل بيا له افغانستان سره خپل  ملاتړ اعلام کړ .

 دباختر اطلاعاتي اژانس دايترتاس  دخبري اژانس له خولې خبر ورکړ  دهند صدراعظم منموهن سنګ  او دروسيې جمهور رييس ديمتري مدديدوف په مسکوکې دکتنې په بهير کې  يوځل بيا دافغانستان له دولت او خلکو سره دملاتړ په دوام ټينګار وکړ .

 په هغې  اعلاميه کې چې ددوى له کتنې وروسته خپره شوه ويل شوي دي روسيه او هند دباثباته  اوله تروريزم او نشه يي توکو څخه دخلاص افغانستان غوښتنه کوي .

 ددواړو هيوادونو مشرانو پرون دروغتيا ، تکنالوژي او دفاعي برخو کې اوږدمهال ستراتيژيک تړون لاسليک کړ چې  دافغانستان په باب  هم پکې اشاره شوې ده .

 په اعلاميه  کې افغان ځواکونو ته دمسووليتونودليږدونې دبهير ملاتړ شوى دى او ددغو ځواکونو دلازياتي روزنې اوسمبالولو غوښتنه شوې ده .

 دهند صدراعظم او دروسيې جمهور رييس دسولى  په تامينولوکې  دافغانستان ددولت دهڅو ملاتړ کړى او ويلي يې دي له مخالفينو سره هرراز خبرې دې  بايد دافغانستان دحکومت تر نظر لاندې وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته