امنیت

درې پاکستاني طالبان په فراه کې ووژل شول

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٢مه
درې وزيرستاني طالبان د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شول.
په فراه کې د ملي اردو د دويمې پلي لوا وياند حشمت الله احمدي باختر اژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي د فراه د بالابلوک ولسوالۍ په سياه جنګل کلي کې د ملا ناصر مجاهد پر قرارګاه د بريد پرمهال ووژل شول.
په بريد کې دوسله والو طالبانو څو جنګي وسايل او يو موټر سايکل هم له منځه وړل شوي دي.
ختم- ج -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته