سیاست

دهېواد اجراييه رييس دملګروملتو دسازمان له سرمنشي سره وکتل .

کابل باختر دغبرګولي پنځه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون مازيګر په سپيدار ماڼۍ کې دخپل کار په دفتر کې دملګروملتو دسازمان له سرمنشي انتونيو ګوتريش سره وکتل اوخبرې يې ورسره وکړې .
داجراييه رياست  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. په دې کتنه کې دملګروملتو دسازمان سرمنشي له دې امله چې په دغه شان شرايطو کې يوځل بيا کابل ته سفر کوي خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې په دې سفر کې يې دخلکو له بيلابيلو طيفونو او دافغانستان له سياسي مشرتابه  سره ليده کاته او خبرې اترې کړي دي .
دملګروملتو دسازمان سرمنشي په افغانستان کې دسولې او ټيکاو له بهير سره دغوڅ ملاتړ په څرګندولو سره وويل چې په دې سفر کې  يې دامنيتي حالاتو په برخه کې دافغانستان دملي وحدت دحکومت دمشرتابه او ددغه هېواد دخلکو پيغام ترلاسه کړى دى او په ډير لنډ ممکن وخت کې دغه انديښنې دملګروملتو دسازمان له امنيت شورا سره طرحه کوي .
دملګروملتو دسازمان سرمنشي له افغانستان سره ددغه سازمان دهراړخيزې  همکارۍ ډاډ ورکړ او ويې ويل دغه سازمان چمتو دى په بيلابيلو سياسي  او اقتصادي  او دبشر دوستانه اړيتاو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي .
انتو نيوګوتريش  چې کابل ته له سفر مخکې دمرکزي اسيا هېوادونو ته يو اوونيز سفر کړى دى ، وويل چې دغه هېوادونه له ډار اچوونې سره دمبارزې او دتجارتي ، اقتصادي اړيکو دپراختيا  په برخه کې له افغانستان سره مرستې اوهمکارۍ ته زياته علاقمندي لري . دملګروملتو  دسازمان سرمنشي له اقتصادي  همکارۍ او دانرژۍ او سوداګرۍ په برخه کې له افغانستان سره ددوه اړخيزو ژمنو عملي کيدو ته دترکمنستان دارادې  خبر ورکړ او دغه راز ويې ويل چې ديوې لارې او ديوه کمربند په طرحه کې چين دسيمې او په تيره بيا دافغانستان داقتصادي  تجارتي اړيکو په ښه والي کې مرسته کوي .
انتونيوګوتريش زياته کړه چې دچين  له جګپوړو مقاماتو سره په خپلو خبرو کې يې له هغوى څخه غوښتي دي چې دکابل ، اسلام اباد ترمنځ داړيکو په ښه والي کې مرسته وکړي او دسولې بهير ګړندى کړي .
دملګروملتودسازمان سرمنشي زياته کړه چې دملي وحدت حکومت دتروريستي بريدونو له امله له  ستړتيا سره سره له وسله والو مخالفينو سره دخبرو اترو دروازې پرانستي پريښي  دي او دا د ستاينې وړ کار دى .
انتو نيوګوتريش دسيمې له هېوادونو اوله مخالفو وسله والو ډلو سره دخبرو داغيزمنتوب لپاره دافغانستان دسياسي قشر د خپلمنځي وحدت اوسمون په اهميت  باندې ټينګار وکړ .
ده څرګنده کړه چې په يوه اړخ کې ستونزې بايد په نورو اړخونوکې دهڅو او پاملرنې  خنډ نه شي .
دهېواد اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله دملګروملتو دسازمان سرمنشي ته دهرکلى دويلو په ترڅ کې له افغانستان سره دملګروملتو دسازمان دبشردوستانه مرستو او همکاريو له امله مننه وکړه .
دهېواد اجراييه رييس دمهاجرينو او دکورنيو بې ځايه شويو کسانو حالت ته دپاملرنې په لاره کې دملګروملتو دسازمان دسرمنشي دهڅو او هاندله امله قدرداني وکړه .
ډاکتر عبدالله عبدالله دخپلو څرګندونوپه يوه برخه کې دملي وحدت دحکومت  د جوړولو دسياسي موافقه ليک په عملي کولو باندې چې دملګروملتو دسازمان ځانګړي استازي هم لاسليک کړى دى ټينګار وکړ .
دغه راز دهېواد اجراييه رييس  دافغانستان کورنۍ حالت او دملي وحدت دحکومت سيمه ئيز او نړيوال  سياست بيان کړ او ويې ويل چې په سيمه ئيزه کچه دافغانستان ډير ستر جنجال له پاکستان سره دى او په وروستيو ورځو کې داسې هيلې  راتوکيدلي دي چې ددواړو هېوادونو اړيکې ښه والى ومومي .
ډاکتر عبدالله عبدالله زياته کړه چې افغانستان دسيمې او نړۍ له هېوادونوسره دښو او دوستانه اړيکو غوښتنه کوي اوموږ هڅه او هاندکوو چې له ټولو  هېوادونوسره خپلې اړيکې پياوړې او وساتو .
دهېواد اجراييه رييس وويل چې په داخل کې ګډه همکاري به دحالت دښه والي او په بيلابيلو برخه کې داغيزمنو اصلاحاتو درامنځه کيدو سبب شي .
  ډاکتر عبدالله عبدالله په برياليتوب سره دکابل دبهير دترسره کيدو خبرې وکړې او زياته يې کړه چې طالبان له تروريستي  بريدونو څخه لاس نه اخلي او دغې ډلې په افغانستان کې دټولو ډار اچوونکو ډلو دفعاليت زمينه برابره کړې ده .
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس يوځل بيا دملګروملتو دسازمان له سرمنشي څخه وغوښتل چې پاکستان په دې متقاعد کړي چې دافغانستان دسولې دبهير ملاتړ وکړي او دمخالفو وسله والو ډلو له تمويلولو  اوسمبالولو  څخه دې لاس واخلي .
ډاکتر عبدالله عبدالله دخپلو څرګندونوپه يوه برخه کې دافغانستان دسولې او ټيکاو  په بهير کې دستر هېوادونو دهمکارۍ غوښتنه وکړه چې زموږ هېواد بايد دهېوادونو دمقتابل ډګر نه وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته