امنیت

څه دپاسه٧٠ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل / د وږي ۲۴ مه / باختر
د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول او دملي دفاع وزارت په هوايي بريدونو کې دغې ډلې ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ملي دفاع وزارت نن اعلام وکړ چې هوايي ځواکونو په تېرو٢٤ساعتونو کې په څلورو ولايتونو کې څلور عمليات ترسره کړل چې وسله وال طالبان يي زيانمن کړي دي.
دغه وزارت وايي چې دغه عمليات په قندهار، بلخ، هلمند او ننګرهار کې ترسره شول چې په پايله کې يې څه دپاسه ٧٠ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ملي دفاع وزارت دا نه ده په ډاګه کړې چې په عملياتو کې څو وسله وال طالبان وژل شوي او څو يې ټپيان شوي دي؟
دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت سرپرست اسد الله خالد پرون وويل: په دوحه کې د بين الافغاني خبرو په پيل سره، وسله والو طالبانو خپل بريدونه زيات کړي دي چې د خبرو په ميز کې امتياز ترلاسه کړي.
خالد ټينګار کوي چې طالبان په دې ماجراغوښتنې سره، څه نشي ترلاسه کوى.
ختم- شکريه- اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته