امنیت

په پکتيکا کې یو شمېر زور واکي او امنیتي سرتیري شنې ونې وهي

ښرنه باختر د وري د مياشتې ٢١ مه
د پکتيکا ولايت اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت په يو شمېر ولسوالېو کې د یو شمېر خلکو او امنيتي مسوولينو له لوري د جلغوزيو شنې ونې وهل کېږي.
د پکتیکا ولايت د زېړوک ولسوالۍ اوسېدونکي نعمت الله غم خور د باختر اژانس سيمه يېز خبريال ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د پوليسو او ملي اردو له لوري د جلغوزيو شنې ونې وهل کېږي.
هغه زياته کړه(( زېړوک ولسوالۍ زيات غرونه لري چې ټول د جلغوزيو ځنګلونه لري چې اوس د ملي اردو او پوليسو له لوري په خپل سر وهل کېږي او بيا دلرګيو په سودا ګرو پلورل کېږي چې دغه غږ تر ولايته هم رسېدلی خو تر اوسه يې حل لار نه ده لټول شوې.
د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکي ميرسل وويل چې د ګيان ولسوالۍ په درې سيمه کې د پوليسو او سرحدي ځواکونو له لوري شنې ونې وهل کېږي.
په پکتیکا کې د کرنې رييس نور الله سباون بیا وایي چې په يو شمېر ولسواليو کې ونې وهل کېږي چې دوی دغه موضوع په اداري غونډه کې هم شريکه کړې ترڅو ورته حل لار ولټول شي.
سباون وويل چې د پکتيکا سروضه، ګيان، زېړوک، اومنه، نکه، ګومل او برمل ولسوالۍ پراخ ځنګلونه لري چې ساتل يې د هر افغان دنده ده.
هغه وایي چې په دې ورستيو کې په يو شمېر ولسواليو کې سختو بادونو هم يو شمېر ونې ماتې کړي دي.
د  دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شامحمد ارين بيا وایي چې په زېړوک ولسوالۍ کې دامنيتي سرتېرو له لوري هېڅ ونې نه وهل کېږي، ځکه هلته د ونو نه وهلو قومي تړون شوی دى.
هغه وويل چې دوی په دې اړه څېړنه کوي ترڅو معلومه کړي چې په کومو ولسواليو کې امنيتي مسوولين شنې ونې وهي.
د يادونې وړده چې پکتيکا ۱۸ رسمي او۳ غير رسمي واحدونه لري چې ډېری ولسوالۍ يې د جلغوزيو پراخ ځنګلونه لري.پاى_ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته