سیاست

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د ترکمنستان له سفير سره وکتل

کابل / د مرغومي ٢٤ مه/ باختر 
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ادريس زمان په کابل         کې د ترکمنستان له سفير اويزوف خواجه سفر ګيدو ويچ سره وکتل.
باختر آژانس ته د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر د معلوماتو له مخې: کتنه د٢٠٢٠ ميلادي کال د مبارکۍ د مراتب په څرګندولو او په روان ميلادي کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د لازياتي پراختيا په هيله پيل شوه.
د ترکمنستان سفير څرګنده کړه چې په ٢٠٢٠ کال کې ترکمنستان د خپلې بېطرفۍ ٢٥ مه کاليزه د ٢٠٢٠ کال  د دسامبر په ١١مه او ١٢مه دغونډې په  جوړولو سره  نمانځي.
په دې اړوند د ترکمنستان لوري په دغو مراسموکې د ګډون لپاره دافغانستان اسلامي جمهوريت د جمهوررييس په نامه ددغه هېواد د جمهوررييس بلنليک ادريس زمان ته  وړاندې کړ.
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د خوښۍ په څرګندولو او د ترکمنستان د بېطرفۍ د ٢٥مې کالېزې د نمانځې لپاره ددغه هېواد ددولت لپاره د برياليتوب په هيلې سره، د افغانستان په مسئلوکې  د ترکمنستان بېطرفي وستايله.
د کتنې په دوام دواړو لورو د ګډو اقتصادي پروژو او د سيمه ييز پيوستون په اړه خبرې وکړې او ٢٠٢٠ کال يې د ګډو پروژو د پلي کېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه  اړخيزو اړيکو د پياوړتيا لپاره ښه پيل وباله.
پاى ف  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته