کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩
د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان پرون د ملي دفاع وزارت دخاصو ځواکونو په عملياتو کې له دوو تنو افرادو سره يې په قندهار کې ونيول شو.
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دغه قوماندان له دوو تنو افرادو سره يې دقندهار ښار په مربوطاتو کې دملي دفاع وزارت د خاصو قطعاتو په عملياتو کې له څوميله درندو او سپکو وسلو اوله يوې اندازې چاوديدونکو توکو سره ونيول شول.
ديوبل خبرله مخې : دوسايطو ضد پنځه ديرش ماينونه چې نوي د وسله والو طالبانو له خوا د خپلو تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو لپاره د هلمند ولايت دنوزاد او سنګين او د نيمروز ولايت د دلارام دولسواليو په مربوطاتو کې ځاى پرځاى کړى شوي و د ملي اردو دځواکونو دامنيتي دندو په بهير کې کشف او شنډ کړى شول.
0 1 دقیقه لوستل