فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له يوشمير کارکوونکو سره مرسته وشوه

کابل باختردتلې دمياشتې    ١ :
ددنيا پوهنتون دافغانستان دلاسي صنايعو دپرمختيا  دمرکز په همکارۍ داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له يوشمير کارکوونکوسره دجامو مرسته وکړه.
دباخترآ ژانس دخبرله مخې :  دغه مرسته  دنيکمرغه لوى اختر په مناسبت شوې ده .په هغې غونډه کې  چې له  همدې امله  جوړه شوې وه داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين خبرې وکړې او ويې ويل  ، ددنيا پوهنتون رييس  سنګدل او دسنګدل کورنۍ دافغانستان له مهمو خدمتګارانو څخه دي .
ده زياته کړه سنګدل په هغه پوهنتون کې چې لري يې  په دې بريالى شوى دى  له هغو ځوانانو سره چې کم امکانات يې لرل مرسته وکړي .
دغه راز دغه کورنۍ  دعلم اوپوهې په زده کړه کې ځلانده خدمتونه لري .
ډاکتر رهين دغه راز دافغانستان دصنايعو دټولنې له رييس څخه مننه وکړه او ويې ويل : په مسلمه توګه   هغه څوک چې په افغانستان کې لاسي صنايعو ته کار کوي  نه يوازې په دغه هېواد کې  صنعت او هنر ته  وده ورکوي  بلکې يو زيات شمير کورنۍ له دې پلوه  ډوډۍ  پيدا کوي .
وروسته داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې ميرمن سيمين حسن زاده  ددنيا پوهنتون له رييس  پوهنيار احمدشاه سنګدل او دافغانستان دصنايعو دپرمختياله رييس روښان څخه   دمننې په ترڅ کې  داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت له منسوبينو سره ددغو دوو بنسټونو دهمکاريو په دوام باندې ټينګار وکړ.
دې  دغه راز وويل :  چې دغو دوو بنسټونو په تيرو وختونو کې هم  ددغه وزارت له کارکوونکوسره مرستې کړې دي.
وروسته  ددنيا پوهنتون سلاکار خبرې وکړې  او دافغاني اصيل فرهنګ په وده کې داطﻻعاتو اوفرهنګ وزارت  له ديارلس کلنو کړنو سره يې اړيکې ونيولې او ويې ويل  چې دغه پوهنتون داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته