امنیت

عاجل خبر: د پکتيا ولايت د امنيې قوماندانۍ په وړاندې دوه چاودنې وشوې

ګرديز/ باختر د تلې پنځه ويشتمه :
څو شيبې مخکې د پکتيا ولايت د امنيې قوماندانۍ په وړاندې دوه چاودنې وشوې .
تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغه چاودنې د بمونو زيږنده دي او يا ځانمرګي بريدونه؟
له ګرديز ښارڅخه د باختر آژانس سيمه ييز خبريال خبر راکړ چې امنيتي مامورانو له دغو چاودنو وروسته د پکتيا ولايت امنيې قوماندانۍ ته غځيدلي واټ وټاړه .
تر اوسه پورې د دغو چاودنو جزييات او له امله يې د سر د اوښتو احتمالي زيانونو په باب خبر نه دى ترلاسه شوى.
جزييات وروسته خپريږي .
ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته