کابل، د چنګاښ ۵ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي پرون په کابل کې د چين له سفير ښاغلي وانګ يو سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوريو له زلزله ځپلیو سره په مرستو، پر سياسي مسايلو، د افغانستان او چين ترمنځ پر ګډې سوداګرۍ، بشري مرستو او چين ته د افغان محصلينو د بېرته ګرځېدو په باب هر اړخيزې خبرې وکړې.
د چین سفير د وروستۍ زلزلې په اړه د بهرنيو چارو وزير ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل او په نږدې راتلونکي کې یې له زلزله ځپلو سره د خپل هېواد د بشري مرستو خبرهم ورکړ.
د بهرنيو چارو وزير د خپل چينايي سيال د خواخوږۍ له پيغام او بشري مرستو مننه وکړه. هغه له چينايي سفير وغوښتل چې افغان سوداګرو ته د چين د ويزو د ورکړې لړۍ چټکه کړي.
د چين سفير وويل چې افغان سوداګرو ته د ويزو د ورکړې د پيل لپاره په تياريو بوخت دي.
دواړو لوريو ژمنه وکړه چې سږ کال چين ته د افغان جلغوزيو د لېږد لړۍ کې هم پام وړ چټکتيا راشي.
ن/ر