سیاست

جمهور رئیس غني د پنځو هېوادونو د نویو سفیرانو باورلیکونه ومنل

کابل_باختر د وږي د مياشتې ٢٦مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د هنګري د نااستوګن سفیر په ګډون د هسپانیې، چک جمهوریت، فنلنډ او سویډن د سفیرانو باورلیکونه په جلا جلا تشریفاتي مراسمو کې ومنل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په ارګ کې په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د یادو هېوادونو سفیرانو د خپلو دولتونو او خلکو په استازیتوب خبرې وکړې او له افغانستان څخه یې د خپلو دولتونو ملاتړ اعلام کړ.
د هسپانیې سفیر ښاغلي اِملیوپریزدیګرد وویل چې کوښښ به وکړي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اجنډا کې د افغانستان دریځ پیاوړی کړي.
د چک جمهوریت سفیر ښاغلي مایرُس لفتومن د افغان امنیتي ځواکونو معیاري کولو ته په اشارې وویل، کوښښ کوي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د ناټو په معیارونو برابر کړي. هغه څرګنده کړه، د افغان امنیتي ځواکونو سل تنه په چک جمهوریت  کې په یو کلنو زده کړو بوخت دي او همدارنګه یې ټینګار وکړ، چې د خپل هېواد تاجران به په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.
د فنلنډ سفیرې مېرمن ان مسکنن وویل، چې هېواد به یې په ټولو هېوادونو کې په سیاست او اقتصاد کې کافي تجربې ته په پام له افغانستان سره د پراختیا په برخه کې همېشنی همکار او ملګری وي.
همدارنګه د سویډن سفیر ښاغلي اندرسیوبرګ له افغانستان سره تېرو اړیکو ته په اشارې وویل، هېواد یې له پخوا راهیسې له افغانستان سره ښه مناسبات لري او په راتلونکي کې به هم اوږدمهالو همکاریو ته دوام ورکړي. هغه هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ۷۵ کلنه دوستي دې  ولمانځل شي.
د هنګري نااستوګن سفیر ښاغلي ګبرګي اش جمهور رئیس سره په کتنه کې وویل، هېواد یې له افغانستان سره د پیاوړو اړیکو غوښتونکی دی. هغه  هیله څرګنده کړه، چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې له افغانستان سره د هوکړه لیک په لاسلیک سره به د همکاریو نوی څپرکی پرانیستل شي.
په دې کتنو کې  په افغانستان کې استوګنو سفیرانو هر یو اِمیلو پریز دیګرد، مایرس لفتومن، مېرمن ان مسکنن، اندرسیوبرګ او د هنګري نااستوګن سفیر ښاغلي ګبرګي ژمنې وکړې، چې په افغانستان کې د خپل ماموریت پرمهال به په بېلابېلو برخو کې د دې هېواد له خلکو او حکومت سره همکار وي.
جمهور رئیس غني له افغانستان سره د یادو هېوادونو د همکاریو مننه وکړه او له دوی سره یې د افغانستان د اړیکو په لاپراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ.
په دې کتنو کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د یاد وزارت د تشریفاتو رئیس هم حضور درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته