سیاست

تبصر ه :

کابل باختردلړم دمياشتې ٩ :
جمهوررييس ډاکتر محمداشرف غني   په دې وروستيو وختو کې دچين دولسي جمهوريت دنړيوالو مطالعاتو په انستيتوت کې دخپلې وينا په ترڅ کې دافغانستان  داسلامي جمهوريت ددولت دبهرني سياست مهم شاخصونه  بيان کړل او افغانستان يې  دسيمه ييزو همکاريو داصلي مرکز په توګه وباله .
دباخترآژانس مبصرليکي :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس ډاکترمحمد اشرف غني په دې وروستيو وختو کې د چين دولسي جمهوريت دنړيوالو مطالعاتو په انستيتوت کې وينا وکړه .
دغه وينا چې  دآسيا د وچې دراتلوونکي پيوستون  اوپه هغې  کې  دوريښمو دلارې درول ترعنوان لاندې واورل شوه په هغې کې دافغانستان جمهوررييس  دافغانستان او چين ترمنځ د راتلوونکو اړيکو اومناسباتواوپه سيمه ييزو اړيکو دهغو داغيزو په باب څرګندونې وکړې  او چين يې د افغانستان  دستراتيژيکي همکارپه توګه وباله چې له دغه هېواد سره دافغانستان اړيکې داوسنيو اړيکو، لنډمهالو او اوږدمهالو يا ستراتيژيکي اړيکو په توګه تامين شوي دي.
ډاکتر غني په دې وينا کې هغه هدفونه ، ستونزې ، اطلاعات ، ځواکمنۍ  او ګواښونه په  ګوته کړل چې سيمه او افغانستان ورسره مخامخ دي .
په دې وينا کې مهمه خبره   په سيمه کې  دشاملو هېوادونو ترمنځ اقتصادي وده  او همکاري وه  اوافغانستان  ديوداسې هېواد په توګه وبلل شو چې کيداى شي دسيمه ييزو  همکاريو مرکز وبلل شي .  او ددې ځواکمني لري  چې په سيمه کې  په يو څلور لاري اوپه ځمکني پل بدل شي .
ډاکتر غني په ډاګه کړه چې هند او چين به په راتلوونکو شلو کلونو کې  دنړۍ په سلو کې څلويښت اقتصاد  برابر کړي . په داسې  حال کې چې دافغانستان  په سلو کې  ديرش   څيړل شوې او تثبيتې شوې زيرمې  تر دريو تريلونو ډالرو پورې رسيږي  او داښيي چې افغانستان  دهند او چين په شان  دپرمختيايي هېوادونو لپاره  د اوومو موادو ښه ظرفيت او سرچينه ده .
خو هغه څه چې   جمهور رييس غني ويلي دي  دآسيا جنوب دنړۍ يوه ډيره کمه منسجمه سيمه ده . دخبرو وړ ټکۍ دا دى چې دآسيا دجنوب چټکه وده داقتصادي او ټولنيزې ودې  او دانساني ځواک په لحاظ په سمون کې مديريت ته  اړتيا لري  او لازمه ده چې په دې حوزه کې شامل هېوادونه په همغږۍ سره  عمل وکړي .  که چيرې ټول  يو بل ته ارزښت ورکړي  اوديوبل ترڅنګ ، يوبل ومني  په دې ناحيه کې به دبيوزلۍ جرړې وايستل شي   په داسې حال کې چې نن ورځ  يو زيات شمير اتباع يې په بيوزلۍ کې شپې سباکوي او يوازې تجارتي پيوندونه ، اقتصادي همکارۍ ، دظرفيتونو وده  او دبرابرۍ او د ګډ نظر پربنسټ پانګونې کولاى شي دغه شان ستونزې  او چلنجونه له منځه يوسي  او افغانستان  ددغه شان پروګرامونو لپاره ښه مرکز دى .
دافغانستان دولت  له پخوا زمانې را په دې خوا  دبهرنيو پانګه والو لپاره دپانګونې زمينه برابره کړې ده  او له سياسي  حساسيتونو پرته يې هلې ځلې کړې دي  چې  په هېواد کې دبهرنيو پانګې اچوونکو پښه خلاصه کړي .
لکه څنګه   چې په  باميانو کې دحاجيګګ داوسپنې په کان کې دهنديانو، او دلوګر دعينکو د مسو په کان کې دچينايانو شتون ددې  حقيقت څرګندوى دى.
افغانستان دپانګونې په قوانينو کې  زيات اصلاحات رامنځته کړي دي چې آسانتياوې برابرې شي او بهرني پانګه وال دغه هېوادته  مخه وکړي.
دا ټول  په سيمه ييزې همکارۍ  ديوې ډکې فضا دبرابرولو لپاره دافغانستان دتمايل  بيلګه ده   چې له نيکه مرغه نن يې  خپل پلويان پيد اکړي دي  اودهند او چين په ګډون  دسيمې ستر هېوادونه  په دې  ژمن دي   او دغه نظردسيمې  دنورو هېوادونو ترمنځ  چې داستانبول  دبهېر په نامه راټول شوي دي  دپراختيا په  حال کې دى  او دا به لرې نه وي چې موږ  دټولې سيمې داقتصادي ودې شاهدان و اوسو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته