ټولنه

د ډادګيرنې پيغام .

کابل باختر دليندى نولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني دخواشينۍ پيغام .
په ژورې  خواشينۍ سره مې  دافغانستان دستر ديني عالم ، استاد شيخ القران و الحديث  مولوي سلطان محمد دمړينې خبر ترلاسه کړ . انالله وانااليه راجعون
ارواښاد استاد  شيخ القران و الحديث  مولوي سلطان محمد  ژوند ستره برخه د ديني علومو په تعليم او تعلم کې تيره کړې وه او دخپل ٨٨ کاله  عمر په اوږدو کې يې په هجرت او وطن ته له راستنيدو وروسته دديني  مدرسو په جوړولو  او دديني  علومو زده کوونکو ته دښوونې په برخه کې ستر خدمتونه  کړي دي چې د افغانستان خلک به يې  تل په ياد ولري .
داستادشيخ القران و الحديث  مولوي سلطان محمد مړينه دافغانستان ټولو خلکو او عالمانو او په ځانګړي ډول دلوګر علم دوسته ولس ته لويه ضايعه بولم
  زه په داسې حال کې  چې ځان دارواښاد  مولوي سلطان محمد له کورنۍ او خواخوږوسره په دغه ستر ويرکې شريک  بولم اروښاد  ته دلوى خداى ( ج )  له درباره څخه فدوس جنت او پاتې کورنۍ  خپلوانواو دوستانو  ته يې دجميل صبر هيله کوم . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته