امنیت

يوه لس کسيزه ډله وسله وال مخالفين په فارياب کې له دولت سره يوځاى شول .

کابل باختر د ثور لسمه :
دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان دخپلو نهو تنو افرادو په ګډون په فارياب ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره يوځاى شو .
دفارياب ولايت دقيصار ولسوالۍ امنيه قوماندان نظام الدين  قيصار  د باختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل: له دولت سره دوسله والو طالبانو يوځاى شوى   سرګروپ ملا محمد رضا دقيصار ولسوالۍ په بيلابيلو سيمو کې دافغان امنيتي ځواکونو پرخلاف جنګيده .
دقيصار امنيه قوماندان زياته کړه: دغه ډله په قيصار ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو سخته مخالفه ډله بلل کيده چې په پاى کې  يې سوله ومنله او له لسو کلاشينکوفونو ، يوې ماشينګڼې ، يوې پيکا او لسو موټرسايکلونو  سره دقيصار له امنيتي ځواکونوسره يوځاى شوه .
ده وويل ددغې ډلې غړي دوسله والو طالبانوپه جنايتکارانه  موخو او دافغانستان داسلامي دولت په حقانيت  په پوهيدو سره له دولت سره يوځاى شول او له امنيتي ځواکونوسره يې ملاتړ اعلام کړ .
يوه اړونده خبرځاى وويل ددغې ډلې تسليمه شوې وسله  ،  دسيمې دسپين ږيرو په ضمانت بيا په خپله هغوى ته ورکړى شوه چې دامنيتي ځواکونو  په پلوي دوسله والو مخالفينو په وړاندې  مبارزه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته