فرهنګTOPروغتیا

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه او کارکوونکو د کرونا واکسين ترلاسه کړ

کابل / د غویي ۶ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر مشرتابه او کارکوونکو د کرونا واکسين تطبيق شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کرونا واکسين د پروګرام له پیل مخکې، د عامې روغتيا وزارت استازي د کووېډ- ١٩واکسين د تطبیق د ارزښت او د هغه د احتمالي عوارضو په اړه چې تبه، د سر، ځان او ستونې درد دی؛ معلومات ورکړل.
د هغه په ​​وینا؛ د کرونا واکسین له ۱۸ کلنی څخه پر کښته کسانو، شيدې ورکوونکو مېرمنو، اميدواره مېرمنو او هغه مېرمنې چې غواړي حامله شي؛ د تطبیق وړ نه دی.
د لومړي پړاو له بشپړېدو او٣٠ ورځو وروسته، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه او کارکوونکي دويمه دوره واکسين ترلاسه کوي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته