امنیت

د پنجوايي ولسوالۍ ولسونو له وسله والو طالبانو د دایمي اوربند غوښتنه وکړه

 کابل د کب ٢٣ مه باختر
د قندهار د پنجوايي ولسوالۍ ولسونو په يوه غونډه کې د بین الافغاني مذاکراتو، تلپاتې سولې او دایمي اوربند غوښتنه يې وکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې، په دې غونډه کې د قندهار والي حیات الله حیات ولسونو ته د جمهور ريیس محمد اشرف غني د دوهم ځل بریا مبارکي ورکړه او د ۴۰ کلني جګړې د پای، ښې حکومتولۍ پیاوړتیا، فساد او زورواکۍ د مخنیوى، متوازن انکشاف ته زمینه مساعدولو، ټولنیز عدالت او یو شمېر نورو برخو کې یې ولسونو ته د ژورو بدلون او اصلاحاتو ډاډ ورکړ.
حیات وویل: د جمهور ريیس محمد اشرف غني په رهبرۍ نوی حکومت د تلپاتي سولې او دایمي اوربند لپاره څرګنده طرحه، ښه نیت او تګلاره لري او هڅه داده، تر څو نور په هېواد کې ۴۰ کلنه جګړه او افغان وژنه پای ته ورسېږي.
والي د سولې په اړه د ناټو، امریکا متحده ایالاتو او افغان حکومت ګډې اعلامیې ته په اشارې ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې نړيوال متحدین به د خپلو ژمنو پر اساس د افغانستان جمهوري نظام ترڅنګ ولاړ او په بېلابېلو برخو کي به خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.
حيات زياته کړه: د سولې پروسې په برخه کې به هره پرېکړه د ولس په خوښه کېږي، په خبره یې حکومت د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنو خوندي ساتلو ته ژمن دی او په دې برخه کي هېڅ راز معامله د منلو وړ نه ده او د سولې هره پریکړه به د ولس په اراده او مشوره ترسره کېږي.
په غونډه کې د پنجوایي ولسوالۍ د ولسي شورا ريیس حاجي عبدالرحیم، قومي مشر حاجي هستي محمد، د ځوانان په استازیتوب سخي داد قلم یار، حاجي محمد عیسی خان او قومي مشر ډاکټر عبدالسلام هم ويناوې وکړې.
دوى د افغانستان له اسلامي جمهوري نظام او امنیتي ځواکونو څخه خپل کلک ملاتړ اعلام او د دایمي اوربند، تلپاتې سولې او بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیلیدو غوښتنه يې وکړه.
پاىوصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته