ورزش

له څوارلس کلنى څخه ښکته د تنکيو ځوانانو د فوټبال سيالۍ په هرات ولايت کې پيل شوې

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٠
د څوارلس کلنو تنکيو ځوانانو د فوټبال د جام سيالۍ پرون په هرات ولايت په دريو لوبو سره پيل شوې.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو سياليوکې د بيګ بير ټيم د صفر په وړاندې په يوې سره د انصاري ټيم ته ماتې ورکړه؛ دکهسان ټيم د يوې په وړاندې په پنځو سره د پيام آسيا پرټيم بريالى شو او د اماني او د سرخ پوشانو ټيمونو لوبه له ګول پرته پاى ته ورسوله.
دغه سيالۍ د اته ويشتو ټيمونو ترمنځ په پنځو ګروپونوکې په هرات ولايت کې پيل شوې او په دوام يې نن د آموټيم د خراسان له ټيم سره، د استقلال ټيم د کوثر له ټيم سره او د افغان ټيم د نوايي له ټيم سره لوبې کوي.
د يوبل خبرله مخې: د فوټبال د حذفي جام سياليو پرون په هرات ولايت کې په يوې لوبې سره دوام وکړ.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې لوبه کې د جامي ټيم د يوې په وړاندې په دوو سره د کهسان ټيم ته ماتې ورکړه او د دغو سياليو نيمايي وروستى پړاو ته يې لاره وموندله .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: د دغو سياليو وروستى پړاو به د جامي او د سرخ پوشانو د ټيمونو په لوبې سره پاى ته ورسيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته