ټولنه

دښوونکو معاشونه غلاکړى شول .

کابل باختر د کب اوولسمه :
دزاړه بغلان  دنجونو دليسې دښوونکو او کارکوونکو معاشونه غلا کړى شول .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف  دمبارزې مدير سمونوال محمد ناصر دباختر اژانس خبريال ته وويل پرون کله چې دمرکزي بغلان دزاړه ښار دنجونو دليسې معتمد غوښتل ٥٤٢ زره افغانۍ د ښوونکو معاشونه وليږدوي په لاره کې موټرسايکلو سپرو دغه پيسې  وتښتولې .
ده وويل پخوا دغه معتمد دکارکوونکو او ښوونکو معاشونه دپوليسو په همکارۍ ښوونځيو ته ليږدول خو داځلې دپوليسو له همغږۍ پرته دغې پيسې ليږدولې  چې دغه پيښه رامنځته شوه .
ويل کيږي دپوليسو څيړنې  په دې  اړوند پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته