اقتصاد

د سرو زرو په بيه کې درې ډالره کمښت راغلى دى

کابلباختر د لړم دمياشتې ٦
په نړيوالوبازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د پرون په نسبت درې ډالره کمښت راغلى دى.
په نړيوالوبازارونوکې پرون يو انس سره زر په ١٢٣٠ ډالرو وړاندې کيدل، خو نن په ١٢٢٧ډالره وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان ددغه خبرپه تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس د کابل په بازارونوکې يو ګرام مصري سره زر په٢٤٥٠ افغانيو، کويټي په٢٤٠٠افغانيو، سنګاپوري په٢٣٥٠ افغانيو، بحريني په٢١٠٠افغانيو، عربي په٢٠٥٠ افغانيو، ايراني په١٥٥٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په ١٧٥٠افغانيو پلورل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته