فرهنګ

داکتر کمال سادات : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دعامه اړيکو پاليسي چمتو شوې ده

-کابل باختر د لړم  نهمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات نن ددغه وزارت درييسانو او مسوولينو په غونډه کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  دعامه اړيکو  دپاليسي دچمتو کيدو خبر ورکړ .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ددې تر څنګ چې ددغه وزارت دعامه اړيکو دپاليسي دچمتو کيدو په باب مسوولينو ته خبر ورکړ زياته يې کړه چې دوزارت سايت دې پياوړى او دخصوصي کتابتونونو په نسبت ددغه وزارت څارنه پراخه شي .
ده طرحه کړه چې په عامه کتابتون او په خصوصي کتابتونونو کې ځينې  دنه استفادې وړ  کتابونه شته چې بايد په دې باب يو هيئت موظف شي  چې موضوع وڅيړي او له قانون سره سم دې اقدام وشي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست دښو فرهنګي او نشراتي خدمتونو دوړاندې کولو په موخه له مسوولينو څخه وغوښتل چې په دې  برخه کې زياته پاملرنه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته