کابل / د سلواغې ۸مه/باختر
په پنجشېر کې یو سړک له ترمیمولو او بیارغونې وروسته د تګ را تګ پرمخ پرانیستل شو.
دغه سړک د درې په ولسوالۍ کې موقعیت لري او د وروستیو سېلاونو له امله ویجاړشوی و، چې ځینې برخې یې ترمیمولو او بیا رغونې ته اړتیا درلوده.
د پنجشېر د فوایدعامې رییس مولوي عبدالحلیم آقا باخترآژانس ته وویل چې د دغه سړک د بیا رغونې لګښت فوایدعامې وزارت ورکړی دي.
هغه وویل چې د دغه سړک ټولې زیانمنونکې سیمې بیا رغول شوې دي.
د را رسېدلو خبرونو له مخې، په پنجشېر کې د یوشمېر نورو سړکونو د بیا رغونې کار دوام لري.
ج-ا