ښوونه او روزنه

د نړۍ د تکنالوژۍ په سيالۍ کې د يو افغان ځوان ستاينه

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣٠
د بغلان پوهنتون د مشرتابه هيئت تميم عيسى زاده د نړۍ د تخنيکي سيالۍ ټيم وروستي پړاوته د لارې موندنې په خاطر د ستاين ليک په ورکولو سره وستايه او هغه يې وهڅاوه .
عيسى زاده د امريکا په متحده ايالاتوکې د نوي تخنيکي ښوونې او روزنې د فني تکنالوژۍ د مخترعينو په ١٢٠٠ طرحوکې ګډون کړى و.
د بغلان پوهنتون رييس خليل احمدکانجو د نړۍ د يوسلو پنځه شپيتو هېوادونو ترمنځ سياليوکې د يوه افغان ځوان د لارې موندنې له امله مبارکي وويله او هغه ته يې ستاين ليک ورکړ.
له جګړو او باروتو څخه را پورته شوى خلاق او نوښتګر ځوان تميم عيسى زاده د لومړي ځل لپاره د ښوونې او روزنې په اړوند د تکنالوژۍ په برخه کې په خپلې عالي طرحې سره په دې بريالى شوى دى د دغو سياليو د ټيم وروستي پړاو ته لاره ومومي.
عيسى زاده چې د بلخ پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ د څلورم کال محصل دى؛ د بغلان پوهنتون د مشرتابه هيئت او استادانو له ښه نيت له امله مننه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته