امنیت

دوه تنه په قومي دښمنۍکې ووژل شول

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٨ :
د بغلان ولايت د نهرين ولسوالۍ په مربوطاتوکې د دوو قومونو ترمنځ په پرونۍ نښته کې له دواړو لوروڅخه دوه تنه ووژل شول او يو تن بل ټپي شو.
د نهرين ولسوال فضل الدين مرادي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دوو قومونوترمنځ په هغې جګړه کې چې د محمدنسيم او محمدداوود په مشرۍ  د برجک د نوآباد په کلي کې ونښته؛ له دواړو لورو څخه دوه تنه په ډزو سره ووژل شول او يو تن بل ټپي شو.
ولسوال په دې ترڅ کې چې د دغې پيښې اصلي انګيزه د دوو قومونو ترمنځ دښمني او له غيرمسوولوکسانو سره د وسلو شتون وباله، زياته کړه چې د دغې قضيې د څيړنې په موخه يو هيئت دغه کلي ته استول شوى دى.
دا په داسې حال کې ده په هغې ورته جګړه کې چې په دې وروستيو وختوکې د اندراب په بنو ولسوالۍ کې ونښته؛ د دوو شپږ کلنو او اته کلنوماشومانو په ګډون شپږ ملکي وګړي ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته