ښوونه او روزنه

په بلخ کې ښوونکي او زده کوونکي دښوونکو او درسي موادو دنشتوالي له امله شکايت کوي .

کابل باختر د ثور دريمه : دبلخ ولايت يوشمير ښوونکي او زده کوونکي دښوونکو او درسي ټوکو او دمعياري درسي خونو دنشتوالي له امله شکايت کوي . دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دبلخ ولايت دګوهرشاد بيګم دليسې ښوونکي وايي دمسلکي ښوونکو ، درسي کتابونو او معياري درسي خونو نشتوالي ددې سبب شوى دى چې زده کوونکي ښوونځي ته له راتلو څخه ډډه کوي . دوى وايي په دغه ولايت کې زياتره ښوونځي د درسي خونو له کمښت سره مخامخ دي . داپه داسې حال کې ده چې دبلخ ولايت په ولسواليو او آن دمزارشريف ښار په ښوونځيو کې زده کوونکي له همدې ستونزې سره مخامخ دي . دبلخ ولايت دښوونځيو زده کوونکي وايي که چيرې دبلخ ولايت دپوهنې رياست په دې باب پاملرنه ونه کړي ښايي زده کړې او تعليم ته ددوى علاقمندي کمښت ومومي . او له ودې او ترقي څخه پاتې شي . خو دبلخ ولايت دپوهنې رييس صبغت الله مستقيم وايي چې دبلخ ولايت دپوهنې ستونزې په مرکز کې له اړوندو مقاماتو سره طرحه کړي دي اومرکز هم ددغو ستونزو دلرې کولو ژمنه کړې ده . ده دبلخ ولايت په ښوونځيو کې د درسي کتابونو دنشتوالي په باب وويل ددغه موضوع په باب يې هم دپوهنې وزارت ته خبرورکړى دى .او په نږدې راتلونکې کې به داړتيا وړ کتابونه دبلخ ولايت دپوهنې درياست په واک کې ورکړ شي . ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته