امنیت

په چاڼيزو عملياتو کې د١٣٥ تنو ډاراچوونکو وژل کيدل

کابل باختردکب دمياشتې٢٢ نيټه :
دملي دفاع  وزارت  دهېواد په بيلابيلو سيمو کې دملي دفاعي او امنيتي ځواکونوپه چاڼيزو عملياتو کې د ١٣٥تنو ډارچوونکو دوژل کيدل خبر ورکړ.
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛  دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي ؛   په تيرو ٢٤ ساعتو کې د هېواد  امنيتي او  دفاعي ځواکونو د هغو ګډو يرغليزو عملياتو په بهيرکې  چې  د هېواد په بيلابيلو  سيمو کې يې ترسره کړل  له امله  يې د وسله والو طالبانو دڅلورو تنو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون   ١٣٥ تنه ډاراچوونکي  ووژل شول  او ٤٩ تنه نور ټپيان شول.
دغه عمليات دهوايي او توپچي ځواکونو په ملاتړ په ننګرهار، کونړ، پروان ، غزني ، لوګر ، قندهار ، زابل ،  روزګان ، فراه ، فارياب ،نيمروز او د هلمند په ولايتو کې تر سره  شوي ،چې  د  فراه ولايت  د  بالابلوک او   انار  درې په ولسواليو کې   ٢٥ تنه ډاراچوونکي  ووژل شول ، ٢٥ تنه ټپيان  او د هغوى يو موټر له منځه وړل شوى دى. دغه راز دهلمند ولايت په مارجې ، کجکي او نادعلي ولسواليو کې ٢٥ تنه ډاراچوونکي ووژل شول ، اووه تنه ټپيان  ، يو موټر ،. درې موټرسايکلونه ، ددښمن پنځه سنګرونه  او ٤٥ ماينونه له منځه  وړل شوي دي او دغزني ولايت  په واغظ ولسوالۍ کې دامين ، رحمت الله ، نظير او ملاادريس په نومونو دوسله والو دڅلورو تنو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون   ١٩ تنه  ووژل شول، ٥ تنه ټپيان شول  او د روزګان   ولايت  د چورې او خاص روزګان په ولسواليو کې ١٨ تنه ډاراچوونکي  ووژل شول ٧ تنه ټپيان  او د دښمن  درې قرارګاوې  او يوه اندازه وسلې  او مهمات هم له منځه وړل شوي دي .
دغه راز د قندهار ولايت  دشاولي کوټ او پنجوايي په ولسواليو کې ١١ تنه ډاراچوونکي ووژل شول ٢٠ تنه ټپيان  او يو موټر سايکل  له منځه وړل شوي دي  ، دنيمروز ولايت  په خاشرود ولسوالۍ کې ٨ تنه ډاراچوونکي ووژل  شول  ٣٠ تنه ټپيان شول او يو موټرسايکل له منځه يووړل شو.  دلوګرولايت په خوښۍ ولسوالۍ کې  ٢ تنه ډاراچوونکي  ووژل شول  يوموټر سايکل  او يوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي ، دننګرهارولايت  په اچين ولسوالۍ کې د  داعشيانو دمخابرې يو انتن  له منځه وړل شوى دى.
دغه راز ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتو کې د يولړ چاڼيز عملياتو په بهيرکې د هېواد په ١١ ولايتونو کې ٦٠ ځانګړي عمليات ترسره کړي  او هوايي   ځواکونوهم ٤٥  الوتنې   او ١٥  هوايي  ګوزارونه د ملي اردو د ملاتړ په مقصد ددښمنانو په ځالو ترسره کړي دي.پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته