امنیت

په قندهار او روزګان کې د طالبانو پر سنګرونو مرګاني بريدونه

کابل / باختر/ د وږي ٤مه
په داسې حال کې چې د روزګان او قندهار په ولايتونو کې د طالبانو پر سنګرونو د پوځيانو  هوايي او ځمکني بريدونه  هماغه شان دوام لري ،  پوځي مقامات وايي  چې په  ډيرنوي مورد کې په لسګونو ډار اچوونکي وژل شوي دي .
په دغو بريدونوکې د طالبانو شپږ مرکزونه له ټولو جنګي تجهيزاتوسره يې دړې وړې شوي دي .
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل، چې په نويو  هوايي او ځمکنيو بريدونو کې شپږ دېرش وسله وال طالبان وژل شوي او څو تنه نور يې ټپيان شوي دي .
  بهرني جګړه ماران هم  په وژل شويو کسانو کې شامل دي .
هغه وويل، چې په دغو بريدونو کې د طالبانو شپږ مرکزونه  له ټولو جنګي تجهيزاتو سره يې  دړې وړې شوي دي .
د روزګان او قندهارپه ځينو برخو کې د طالبانو پر سنګرونو د پوځيانو د هوايي او ځمکنيو بريدونود پيل د دريو ورځو په بهير کې کابو  پنځوس  ډار اچوونکي وژل شوي او په لسګونو نور يې ټپيان شوي دي .
د هېواد په جنوب کې پوځي مقامات وايي چې په دغو بريدونوکې طالبانو سخته ماته  خوړلې ده او زياتره يې  پاکستان ته  تښتېدلي دي .
  ختم _ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته