فرهنګ

هلمنديانو ددارالا مان او چهلستون د ماڼيو په بيا رغا ونه کې دپيسو مرسته وکړه

لښکر ګاه باختردحمل ٢٦

ددارالا مان دماڼۍ دبيارغونې په مقصد په هلمند ولايت کې د پيسو دراټولولو بهير پيل شو

 دغه بهير د هغې غونډې په ترڅ کې چې د هلمند والى محمد ګلا ب منګل ددولتي ادارو رئيسا نو اود ا زادو مرکزونو استازو پکې ګډون کړي وو ، پيل شو

 د هلمند والى محمد ګلا ب منګل وويل، د هيواد تاريخ د وينو  په بيه سا تل شوې او اوس هم سا تنه يې د هر افغان دنده ده

دده دڅرګندونوله مخې، ددارالامان د ماڼۍ دبيارغو نې لپاره  کا بل ښاروالۍ په کار پيل کړي دى ، خود هيواد د تاريخي ابدا تو د بيا رغونې لپاره بايد موږ ټول افغانان فعاله ونډه وا خلو او له خپل توان سره سم له کا بل ښاروالۍ سره نغدي مرسته وکړو چې دغه ماڼۍ بيا ورغول شي اود هيواد په کچه د نغدي مرستو د ورکولو وياړ بايد په لومړى ګام کې هلمند تر لاسه کړي او په دې برخه کې تر او سه پوري د هيواد په نورو ولايتو نو کې دغه شان ګام نه دى پورته شوى

 ورپسي برخه والو خبرې و کړې او ژمنه يې و کړه چې په دې بهير کې به هڅه اوهاند  وکړي چې ددغې غونډې په پاى کې محمد ګلا ب منګل له خوا سل زره افغانۍ ، د ملى سودا ګرو د اتحاد يي او نورو کسا نو له خوا پنځه سوه زره افغا نۍ مر سته وشوه چې په هلمند کې ددارالا مان ماڼۍ د بيا رغونې په مقصد داعانې دراټولولو په مقصد د پروګرام په لو مړي ورځ دوه څلويشت زره امريکا يي ډالره او يو مليونو اته شپيته زره افغا نۍ راټول کړي شوي

دغه بهير په دغه ولايت کې نوى پيل شوى او ښا يي چې ددغه بهير تر وروستى پوري ښا يي لس مليو نه افغا نۍ را ټول کړى شي

دغه پرو ګرام به يوه اوونۍ دوام و کړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته