نړۍ

تبصره:

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢١
پرون دسپتمبر دمياشتې يوولسمه ، د نيويارک دنړيوالې سوداګرۍ دسازمان دبرجونو په ګډون دامريکا په څو ښارونو د تروريستي بريدونو دکاليزې له ورځې سره برابره ده چې له امله يې يو زيات شمير خلک ووژل شول چې زياتره يې امريکايي اتباع وو.
دباختر آژانس مبصر ليکي:
دسپتمبر دمياشتې يوولسمه د نړۍ په معاصر تاريخ کې ديوې زړه بوږنوونکې پيښې څوارلسمه کاليزه ده.
په همدې ورځ يوه تروريستي سازمان له خوا څو تښتول شويو الوتکو په نيويارک ښارکې دنړيوالې سوداګرۍ دبرجونو په ګډون دامريکا په څو ښارونو مرګوني بريدونه ترسره کړل چې دګڼ  شمير خلکو دوژل کيدو سبب شول.
سره له دې چې دغه پيښه څوارلس کاله مخکې له افغانستان څخه په فرسنګونو لرې او په يوبل هيواد کې رامنځته شوه خو په دې ورځ رامنځته شوې پيښې له بيلابيلو اړخونو دافغانانو لپاره د دقت او غور وړ دي.
دغه بريدونه دالقاعده په سازمان پورې اړوند وبلل شول.
هغه سازمان چې د طالبانو ترڅنګ ولاړو او په افغانستان کې ددغې ډلې دجوړ شوي امارت په شتون کې يې لوى لاس درلود او دافغانستان له قلمرو څخه د نورو هيوادونو په لور دخپلو مفکورو د رواجولو په فکر کې شو.
طالبان دالقاعده دمشر اسامه دنه سپارلو په دليل دامريکا دکرکې وړ وګرځيدل او داکار په افغانستان دامريکا او دهغې دشريکانو ديرغلل ستر عامل شو.
دافغانستان خلکو چې د طالبانو دتحجراو د غيرعادي فعاليتونو او د تروريستي شبکو او دافراطي جريانونو دفعاليت په مرکز دخپل هيواد دبدليدو له امله سخته انديښنه لرله په خپل هيواد کې د طالبانو دامارت راپرځيدل او دنړيوالې ټولنې شتون نيک فال وباله او داکار يې دافغانستان د بيارغاونې او انکشاف لپاره طلايي فرصت وباله خو سره له دې چې په افغانستان کې په بيلابيلو اړخونو کې دنړيوالې شتون پراخ او هر اړخيزو تروريزم هماغه شان دافغانستان له خلکو څخه قرباني اخسته چې دغه بهير لاتراوسه پورې دوام لري په داسې حال کې چې دتررويستي شبکو دله منځه وړلو او دړې وړې کولو لپاره دنړيوالې ټولنې په سرکې د امريکا متحده ايالاتو هلې ځلې ډيرې کمزورې وې.
سره له دې چې دتروريزم پرخلاف دمبارزې دنړيوال ايتلاف ګډونوالو وکولاى شول دالقاعده مشر اسامه په ګوندوکړي خو تروريستي ګواښونه دپخوا په شان جدي دي.
نږدې ټول افراطي جريانونه اوس له تروريستي شبکو سره سر او کار لري.
دتروريزم پرخلاف دڅوارلس کلنو لګښتي مبارزو په بهير کې تروريستي شبکې له منځه نه دي وړل شوي بلکې د داعش ، بوکو حرام او دالشباب په ګډون نورو تروريستي جريانونو سرپورته کړ او په ډاګه يې له بشريت سره خپله دښمني اعلام کړه.
ستونزه په دې کې ده چې دتروريزم پرخلاف دمبارزې ستراتيژي له سياسي او فرضي ډار اچونې او بنسټپالنې او سليقو سره يو ځاى وه او په هغې کې په سيمه کې دتروريستي کړيو دپيدايښت او ودې ځاى ته پاملرنه ونه شوه اويا هم په قصدي ډول يوې خوا ته پريښودل شوې .
دا کار د دې سبب شو چې تروريزم دسيمې په کچه بيا سرپورته کړي او دوسيلې په توګه ورڅخه کار واخستل شي.
او د سيمې په کچه او له سيمې څخه بهر هيوادونه دتروريستي شبکو په شتون کې خپلو ستراتيژيکي ګټو ته ځاى ورکړي او د تروريزم پرخلاف دمبارزې د نړيوال ايتلاف له چلوونکو او دافغانستان سره غولوونکي پروګرامونه او دوه ګونې لوبې غوره کړي او د ډار اچونې پرخلاف دمبارزې په کار کې دهمکارۍ پرځاى يې خپل حرکت ته په هغه تګلوري کې چې په خپله يې ټاکلى دى دوام ورکوي او داکار د دې سبب شو چې تروريزم هماغه شان فعال وي او ديوه نړيوال باالقوه ګواښ په توګه خپل ځاى وساتي.
دسپتمبر دمياشتې ديوولسمې دهغې ورځې په مناسبت چې دګڼ شمير بيګناه خلکو دوينې دتويدو شاهده ده دافغانستان دخلکو پيغام دادى چې په امريکا کې يواځې يوځل په يوه ورځ کې تروريستي پيښې رامنځته شوې خو دغه کرغيړنه پديده په افغانستان کې هره ورځ تکراريږي هغه کړاو او درد چې دامريکا خلکو يوځل وزغمل دافغانستان خلک يې هره ورځ زغمي.
په دې کې د شک ځاى نه شته چې دامريکا ، انګلستان ،مادريد، فرانسې او دجاپان اوسيدونکي دافغانستان دخلکو کړاو او درد احساسوي .
ځکه دوى په خپله تررويستي فعاليتونه زيږنده کړاونه او دردونه لمس کړي دي .
د دې لپاره چې نور دبشريت تاريخ دسپتمبر دمياشتې ديوولسمې نيټې دورته پيښې د تکرار شاهد نه وي او دافغانستان خلک هم د تروريزم له دردونو او کړانو څخه خلاصون ومومي لازمه ده چې امريکا او دهغې لويديځ شريکان سياسي ګامونه واخلي.
دتروريزم په وړاندې خپله سياسي کرښه او تګلاره نوي کړي او دخپلو ستراتيژيکي دوستانو په انتخابولو کې بيا کتنه وکړي چې نور ونه غوليږي او نور نړۍ دترور او افراطيت له شر څخه خوندي وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته