کابل/ د سلواغې٢٨مه/ باختر
د زابل د شینکۍ ولسوالۍ د سېوري په ریګریشن سیمه کې د ماین په چاودنه کې دوه ماشومان شهيدان شول.
د والي ویاند ګل اسلام سیال د باختر آژانس ته خبریال ته ویلي دي چې پرون ناوخته د سېوري په ریګریشن سیمه کې د وسله والو طالبانو ځای پرځای شوي ماین پر ماشومانو چاودنه وکړه.
سرچینه زیاتوي: په چاودنه کې دوه ماشومان شهيدان شوي دي.
پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ