کابل باختر دثور يوولسمه
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دخواشيني او ډاد ګيرنې پيغام .
په ډيري خواشيني سره خبر شوم چې دننګرهار پوهنتون استاد پوهندي دکتور اسدالله شينوارى دورپيښي ناروغي له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړى دى .
انالله و انااليه راجعون .
ارواښاد پوهندوي دوکتور اسدالله شينواري دننګرهار پوهنتون دطب پوهنځي له تکړه استادانو څخه و څه موده دطب د پوهنځي رييس هم و خپل ټول عمر يې دځوانو ډاکترانو په روزنه تير کړ علمي هڅي يې دقدر وړ اومړينه يې يوه ضايعه ده
دخپلې خواخوږي او ډاډګيرنې مراتب دده کورنۍ ، دوستانو او دءننګرهارولايت خلکو ته وړاندي کوم الله تعالى دى وبخښي اوکورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي