خبرونهامنیتټولنه

په غور کې یو سړی خپله ښځه په بیاتۍ سره ووژله

۴۶- کابل / د لیندۍ ۱۷ مه / باختر
د غور پولیسو یو سړی چې خپله مېرمن د بیاتۍ په ګوزار سره وژلې وه، ونیو.
د غور د والي ویاند عارف صابر رسنیو ته وویل چې دغه سړی درې ورځې مخکې د دغه ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ په کرمان سیمه کې خپله ۴۰ کلنه مېرمن د پسونو د وېښتو د کمولو په وخت کې ووژله.
د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالمعروف رامش وايي چې د دغې ښځې مېړه پر خپل جرم اعتراف کړی دی، خو د وژنې انګېزه تراوسه نه ده روښانه.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته