کابل باختردتلې دمياشتې ١٢نيټه :
د نوولسو مترو په اوږدوالي يو پل نن دتخارولايت دورسج ولسوالۍ دمغزار درې په کلي کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو .
د تخار ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رئيس انجينر صبغت الله نظري دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه پل دکليوالي لارو د جوړولو دملي پروګرام له خوا د اتو ميليونو افغانيو په لګښت د ورسج ولسوالۍ دمغزار درې په کلي کې ١٩مترو په اوږدوالي او٥ مترو په سور سره جوړ شوى دى.
ده وويل ؛ دغه پل څو کلي د ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي .
پاى جذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ