نړۍ

امريکا او اروپا خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې ده چې پاکستان ته سفر ونه کړي

واشنګتن   ايرنا باختردزمري دمياشتې  ٢٥ :
واشنګتن ، بريتانيا   او داسيا _ آرام سمندر دحوزې  ځينو اروپايي هېوادونو
خپلو اتباعو ته سپارښتنه وکړه  چې په پاکستان کې  دناآرامۍ  سياسي اوامنيتي  فضا په دليل  دغه هېواد ته له سفر  څخه دې ډډه وکړي.
ددغو هېوادونو   حکومتونوپه اسلام اباد کې  خپلو ديپلوماتانو ته هم سپارښتنه وکړه چې  دپاکستان په پايتخت کې دروانو سياسي پيښو په بهيرکې  دامنيتي  ګواښونو داحتمال دجدي والي په دليل  دې  په هيڅ يوه دغو اماکنو کې  برخه وانخلي اوله خپلو استوګڼځيو څخه دې ونه وځي .
درارسيدلو خبرونوله مخې :  دپاکستان په پايتخت کې ټول سفارتونه  اوبهرني بنسټونه اودهغو دکارکوونکو داستوګنې کورونه دديپلوماتيکي سيمې په نامه  په يوه خوندي سيمه کې دي چې آن په عادي شرايطو کې هم سخته ساتنه يې کيږي او متفرقه کسان هغو ته دننوتو حق نه لري .
دخبري منابعو په ليکنه  په  دغو ورځو کې  چې په اسلام اباد کې سياسي او امنيتي حالات کړکيچن شوي دي  او دپاکستان حکومت دښار دامنيت په تيره بيا دديپلوماتيکي سيمې اودهغې سيمې دامنيت دساتنې لپاره چې دولتي  تاسيسات او مهم او حساس مرکزونه پکې دي  سخت امنيتي تدبيرونه نيولي دي  او دغو سيمو ته  زياتره  غځيدلي واټونه   دسترو کانتينرونو په درولو ، دکانالونو په کيندلو اوداغزنو سيمانوپه غځولو سره تړل شوي دي .
دغه ټول  سخت امنيتي تدبيرونه  دهغو پراخو حکومتي ضد مظاهرو په خاطر نيول شوي دي  چې  ددغه هېواد دصدراعظم نوازشريف پرخلاف پيل شوي دي.
دغه مظاهرې دپنجشنبې په ورځ  له لاهور څخه پيل شوې  او ګڼ شمير مظاهره چيان اسلام اباد ته څيرمه دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته