فرهنګ

دلاسي صنايعو نندارتون جوړ شو .

کابل باختر  د کب نهه ويشتمه

  په کاپيسا ولايت  کې نن ديوې ورځې لپاره دښځو دلاسي صنايعو نندارتون جوړ شو .

 په دې نندارتون کې دکاپيسا ولايت د ديرشو تنوښځو لاسي محصولات نندارې ته  وړاندې شول .

 دکاپيسا والي محراب الدين  صافي   باختر اژانس ته وويل دغه نندارتون دمحمود راقي ، ښاروالۍ اودکاپيسا ولايت د ښځو د چارو درياست په همکاري جوړ شوي و .

 دابرار موسسي يو تن چارواکې  شفيق الله وويل ښځو ته په خپلو پښو  د دريدو په خاطر ديوې مياشتې لپاره دلاسي ګنډلو ، مري ګنډلو  او دافغاني ګنډ دګنډلو او د ميوو دپروسس په برخوکې معلومات ورکړ شول .

  دکاپيسا  ولايت يوې ميرمنې سويتا له دې  امله چې محصولات يي په دې نندارتون کې ننداري ته ايښودل شوي دي خوښي  څرګنه کړه او هيله وکړ چې ددي کار په دوام سره  وکولاي شي  خپلو دريو تنو يتيمو  ماشومانو ته يوه مړۍ  ډودي برابره کړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته