ميمنه/ باختر دزمري دمياشتې ٢٦ :
اته تنه وسله وال ډار اچوونکي د فارياب ولايت په غورماچ ولسوالۍ کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مطبوعاتو آمريت مرستيال جګړن نصرت الله جمشيدي باختر آژانس ته وويل: دغه ډار اچوونکي دغورماچ ولسوالۍ په آبګرمک سيمه کې دافغان پوځيانو په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې ووژل شول.
د ه زياته کړه: په دغو عملياتوکې شپږ تنه وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوى يو موټر هم له منځه تللى دى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ