جلال آباد باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٥ :
د طالبانو او داعشيانو د ډلې اووه تنه غړي په دوو جلاجلا پيـښوکې په ننګرهار ولايت کې ونيول شول.
ويل کيږي له نيول شويوکسانوڅخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې درې تنه داعشيان او يو وسله وال طالب تېره شپه په جلال آباد ښارکې ونيول شول.
دغه راز د کوماندو د ځواکونو ويانداحمد جاويدسليم باختر آژانس ته وويل: درې تنه نور ډار اچوونکي نن د ننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د امنيتي مامورينو له خوا ونيول شول.
1 د یوې دقیقې څخه لږ