کابل باختر دتلي څوارلسمه
دداعشيانو دډلې ١٧ تنه غړي دهېواد په ختيځ کې دځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تيره شپه دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ چې په نويو بريدونوکې له تيرې شپې څخه تر نن سهاره پورې ١٧ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت دروداتو ، کوټ او دخوږياڼيو دولسواليو په مربوطاتو کې ددوى په سنګرونو بريدونه شوي دي او دهغوى څو مرکزونه او پټنځي له تولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانوپه ننګرهار کې ديولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه .امنيتي مامورانو نن سهار دننګرهار ولايت له ګن ميشتو لارو څخه ٤ ماينونه کشف او شنډ کړل .
ددغو ماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان په ننګرهار ولايت کې د ډار اچوونکو دجنګي وسايلوددوو ډيپوګانوپه کشفولو بريالي شوي دي
له دغه ډيپوګانو څخه چې تيره شپه دغني خيلو د ولسوالۍ په مربوطاتو کې او جلال اباد ښار ته څيرمه د ډار اچوونکو په پټنځي کې ساتل کيده يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي . .
ختم_ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل