اقتصاد

دافغانستان اجراييه رييس په نوي ډيلي کې له يوشمير افغان پانګه والو سره وکتل .

کابل باختر د تلې اوومه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون په نوي ډيلي کې په خپل استوګنځي کې يوشمير افغان سوداګرو او پانګه والو سره وکتل او خبرې يې  ورسره وکړې .
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رياست دوياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دې کتنه کې  ډاکتر عبدالله عبدالله دنوي ډيلي په نندارتون کې دافغان پانګه والو دکارنده ونډې او شتون له امله مننه وکړه .
اجراييه رييس  دهېواد دسياسي امنيتي حالت په بيانولو سره وويل چې هندي  سوداګر په طبيعي  ډول په افغانستان کې دپانګونې علاقمنددي او دوى زموږ په هېواد کې دپانګونې لپاره همکارى او لارښوونې ته اړتيا لري .
دافغانستان اجراييه رييس په تيرو وختونوکې  دهند او افغانستان دپانګه والو دهمکارى يادونه وکړه او ويې ويل چې په دې وروستيو وختو کې په افغانستان کې دانرژۍ ځينې پروژې دهندي پانګې اچوونکو په مرسته عملي شوي دي چې دقندهار ولايت دلمريزې بريښنا پروژه يې ډيره ښه بيلګه ده .
دهېواد اجراييه رييس څرګنده کړه چې ځينې مسووليتونه په دولت پورې اړه پيداکوي چې پانګې اچوونکو ته لازمې اسانتياوې  برابرې کړي چې هغوى وکولاى شي په ډاډ سره په کار او فعاليت لاس پورې کړي .
دهېواد اجراييه رييس وويل چې بايد دټکس او ماليې په برخه کې يولړ اسانتياوې برابرې  شي او دغه راز کوچنيو او منځنيو پانګونو ته دکار فرصت برابر شي .
ډاکتر عبدالله عبدالله دافغانستان سوداګرو ته وويل چې له  دې وروسته دې خپلې  ستونزې اوچلنجونه له حکومت سره طرحه کړي چې دهغو دحل کولو په لاره کې اقدام وشي .
دکتنې په دوام دافغانستان پانګې اچوونکو په هېواد کې دپانګونې دلارې پرسر ډير ستر خنډ اوچلنج امنيتي ستونزې وبللې او له حکومت څخه يې وغوښتل چې دهندي او افغاني پانګې  اچوونکو مصوونيت تضمين کړي .
  دوى وويل چې له کلونو کلونو راپديخوا دافغانستان ځينې توليدي اقلام دګاونډيو  هېوادونو په نامه په نړيوالو بازارونو کې پلورل کيږي او دې ته اړتيا ده چې دغه حالت بدلون ومومي .
  ختم_ عطاالله_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته