کابل باختر د تلي پنځمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکترکمال سادات نن په کابل کې د خوست او پکتيا دولايتونو له يوشمېر مشرانو سره په کتنه کې دوى ته ډاډ ورکړ چې په دغو ولايتونوکې به د ځوانانو د ظرفيت د لوړولو پروګرامونه عملي کړي .
د باختر آژانس دخبريال دخبر له مخې:
په دې کتنه کې د خوست او پکتيا د ولايتونو يوشمېر مشرانو چې ددغو ولايتونو دبېلابېلو قومونو استازيتوب يې کاوه؛ د خپلو ولايتونو د ځوانانو ستونزې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست سره طرحه کړې .
ډاکتر کمال سادات د خوست ولايت د ځوانانو د ستونزې د دغه ولايت دمشرانو له خولې واوريدې او د حل د لارو چارو په باب يې هم څرګندونې وکړې .
د خوست ولايت يومشرخان صاحب عبدالباري منګل وويل چې ددغه ولايت زياتره ځوانان په افغانستان کې د کار او کسب د نشتوالي په خاطر اوس په عربي هېوادونوکې شپې سبا کوي چې د هغوى د نه شتون له امله ميندې او پلرونه يې زيات کړيږي .
ده ځوانانو ته د کار نشتوالي د زغم وړ و نه باله او زياته يې کړه: که چيرې د خوست ولايت ځوانانو ته د کار زمينه برابره نه شي؛ دوى به له هېواد څخه دزياتو ځوانانو د وتلو شاهدان و اوسي .
له بلې خوا هم د پکتيا ولايت يوه مشرحاجي امين الله په دغه ولايت کې له ښوونې او روزنې څخه د يو زيات شمېر ځوانانو محروم والي مهمې ستونزې وبللې او زياته يې کړه چې د دوى بچيان په خپل هېوادکې دکارموندلو په هيله دي، کله چې په افغانستان کې دوى ته د کار زمينه برابره شي؛ په ډير لنډ ممکن وخت کې به خپل هېواد ته راستانه شي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د خوست ولايت د کتابتون پرانستل يوستر برياليتوب وباله او د دغه ولايت له مشرانو سره يې ژمنه وکړه چې ددغو ولايتونو له ځوانانو سره به د حرفوي مسلکي زده کړو او د نويو فنونو د زده کړې په لاره کې همکاري وکړي .
ده زياته کړه چې د ځوانانو د چارو معينيت په پام کې لري چې د ځوانانو له ملي پاليسۍ سره سم د هېواد له ځوانانو سره دپوهنې، لوړو زده کړو، عامې روغتيا ورزش او د کارموندلو په برخوکې مرسته وکړي .
0 2 دقیقې لوستل