امنیت

په پچيرا و اګام کې دداعشيانو ماتې .

کابل باختر د لړم اوومه :
په داسې حال کې چې دننګرهار ولايت په پچير او اګام ولسوالۍ کې د داعشيانو پرخلاف پوځي عمليات په خپل قوت سره دوام لري پوځي مقامات ددغې ډلې د سختې ماتې خبره کوي .
  دغه عمليات کابو يوه اوونۍ مخکې دملي اردو  ، ملي پوليسو ، ملي امنيت اودکوماندو دسلګونو پوځيانو په ګډون پيل شوي دي او په خپل قوت سره دوام لري .
دغه عمليات په پچير او اګام کې د ډار اچوونکو داعشيانو دشتون او فعاليت له زور اخيستو وروسته پيل شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو دڅلورمې لوا دقوماندان جنرال محمد نسيم سنګين باختراژانس ته خبر ورکړ  چې په دغو عملياتو کې ډار اچوونکو ته دسر دروند زيان  اوښتى دى او په لسګونو کلي دهغوى له شتون څخه پاک شوي دي
جنرال سنګين په داسې حال کې په پچير او اګام کې يې دجګړو ډګرونه کتل ، وويل چې په دغې ولسوالۍ  کې دداعش پرضد  پوځي عمليات په خپل قوت سره دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته