کابل باختردمرغومي دوه ويشتمه :
دغور ولايت په مربوطاتو کې ددوو ټولګټو پروژو کار پرون بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دغو پروژو کې ديوولسو مترو په اوږدوالي اوپنځو مترو په سور سره دموټرو دتګ راتګ ديو پله ، اود ٢٥٠ مترو په اوږدوالي داوبو ديوکانال جوړول شامل دي . چې په فيروز کوه ښار او د دولينې په ولسوالۍ کې دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت له پرمختيايي بودجې څخه دلسو مليونو شپږ سوه ديرشو زرو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده . خبرځاى وويل ددغو پروژو په بشپړيدو سره درې سوه جريبه زراعتي ځمکه خړوبېږي او د شيدانو او دخمزرد دکليو دخلکو ترانسپورتي ستونزې لرې شوي دي . ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ