اقتصاد

د فیض محمد ناصري سرای له زیان منو دوکان دارانو سره حکومت مرسته کوي

کابل _ باختر دمرغومي دولسمه :
د کابل ښار د فیض محمد ناصري سرای  هغو سوداګرو او دوکان دارانو چې  په دې وروستیو کې د اورلګیدنې له امله یې دوکانونو ته زیان رسیدلی دی له جمهوررئیس حامدکرزي څخه وغوښتل چې دولت دې ورته اوږدمهالي پورونه او د سویو پیسو عوض ورکړي او د لسو کلونو لپاره دې ورته مالیه وبخښي.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، د فیض محمد ناصري سرای دوکان دارانو وویل چې په دې اورلګیدنه کې یې خپله ټوله پانګه له لاسه ورکړې ده، اوس په تش لاس نه شي کولای خپلو سوداګریزو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
دوی همدا راز د یو سوداګریز مارکیټ د جوړیدو لپاره په یوه مناسبه سیمه کې زیان منو شویو دوکان دارانو ته د ځمکې د ویش غوښتنه وکړه.
حامدکرزي د فیض محمد ناصري سرای د دوکان دارانو د غوښتنو له آوریدو وروسته د سوداګرۍ اوصنايعو د وزیر ډاکترانوارالحق احدي په مشرۍ یو کمیسیون موظف کړ چې زیان منو شویو دوکان دارانو ته دې د اوږدمهالو پورونو د ورکړې او د مالیې د معافیت پر موضوع په دقیق ډول کار وکړي او د یکشنبې په ورځ  دې خپل رپوټ د جمهوري ریاست مقام ته وړاندې کړي.
همدا راز د هېواد جمهوررئیس د فیض محمد ناصري سرای دوکان دارانو ته ډاډ ورکړ چې دولت به د دوی د سوداګریزو فعالیتونو د بیا پیل کېدو لپاره لازمې مرستې وکړي.
په دې کتنه کې د سوداګرۍ اوصنايعو او د مالیې وزیرانو، کابل ښاروال او د سوداګرۍ دخونو عامل هیئت رئیس محمد قربان حقجو هم ګډون کړی و.#
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته