امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان دملي اردو دځواکونو دامنيتي دندو په بهير کې ووژل شول .

کابل باختر د وري پنځه ويشتمه : دملي دفاع وزارت يو اړونده خبرځاى وايي دهيواد په بيلابيلوسيموکې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول . په هغو عملياتو کې چې دملي اردو دځواکونو له خوا په تيرو څليرويشتو ساعتوکې دهيواد په بيلابيلو سيموکې دډار اچوونکو دځپلو لپاره ترسره شول پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول . دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر دباختراژانس خبريال ته خبر ورکړ ددغو عملياتو په بهير کې دوه تنه وسله وال طالبان ټپيان اويوبل وسله وال طالب هم نيول شوى دى او يوه اندازه وسلې او دسپکو او درندو وسلو مهمات هم ترلاسه شوي دي . ديوبل خبر له مخې، دوسايطو ضد يو ويشت ماينونه چې نوي دطالبانو له خوا دورانکارو او تروريستي فعاليتونو دترسره کولو لپاره دهيواد په بيلابيلو سيموکې ښخ کړى شوي وو دملي اردو دځواکونو دامنيتي دندو په بهير کې کشف او شنډ کړى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته