امنیت

د هېواد په جنوب کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي

کابل/دمرغومي۱۰مه/باختر
د ملي دفاع وزارت مسوولین وايي چې د هېواد په جنوبي ولایتونو قندهار او هلمند کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې هوايي ځواکونو تېره شپه د قندهار په شورابک او د هلمند په مارجې ولسوالیو کې پر وسله والو طالبانو بريدوونه کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په برېدونو کې ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ویل کېږي په برېدونو کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو یوه زېرمه هم له منځه وړل شوې ده.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته