امنیت

اووه طالبان د هېواد په ختیځ کې ووژل شول

 کابل / د وږي ۵ مه / باختر
د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ د قیلغو باډر غونډۍ په سیمه کې د پاڅون کوونکو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۷ وسله وال طالبان ووژل شول.
د ننګرهار د رسنیو له مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د خوږیاڼو ولسوالۍ د قیلغو په بانډر سیمه کې د ولسي پاڅوون کوونکو پر سنګر برید کړی دی.
سرچینه زیاتوي چې په نښته کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل يې ټپي شوی دی.
ویل کېږي په نښته کې درې پاڅون کوونکي هم شهیدان شوي او دوه نور يې ټپیان شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته