امنیت

پر فراه ښار د طالبانو بریدونه په شا وتمبول شول

کابل / د زمري ۱۶مه / باختر
وسله والو طالبانو تېره شپه د فراه له شمال ختیځ څخه په فراه ښار کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې د پوځيانو له مقاومت سره مخ شول.
د فراه د امنیې قومندانۍ ویاند غلام فاروق حضرتي د باختر آژانس خبریال ته وویل چې په دغو بریدونو کې د طالبانو د څلورو قومندانانو په ګډون ۱۶ طالبان ووژل شول.
حضرتي زیاته کړه: په دغو جګړو کې ۳۵ نور طالبان ټپیان او د دوی ۳ هاموې ټانکونو او نور جنګي وسایل ویجاړ شول او دوه نور هاموې ټانکونه د پوځيانو لاس ته ورغلل.
د یادونې وړ ده چې په دغو جګړو کې د امنیت د آمر مرستیال قادرخان په ګډون دوه پوځيان شهیدان او څو نور يې ټپیان شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته